د راز او نياز تصوف

صوفيه کرام دسايقينو پيروان
ليک س، سيرت
 ٦٩مه برخه
دالله له يادولو غافل نه دي په هر حالت کې دالله ستايونکو ته ولايت په برخه شوى دى
دالله مقربين ياد شوي دي  همدا ډول صوفيه کرامو ته هم دتصوف مقام په تقوا او پرهيزګارۍ حاصل شوى  دى دسايقينو لار ئې نيولې ده چې دتصوف لوړ مقام ته رسيدلي دي
صوفيه کرامو چې دالله په عبادت د سايقينو لار غوره کړې ده  سايقينو ته هم ولايت په تقوا حاصل شوى دى دولايت درجې ته هم هغه څوک رسيدلاى شي چې دالله فضل او کرم پرې وشي
 مونږ بايد ولايت وپيژنو او بيا بايد داولياء کرامو داعمالو پيروي وکړو هغه څه خپل کړو چې اولياء کرام پرې  لوړ مقام ته رسيدلي دي
 ولايت په دوه ډوله دى
 يو ولايت عامه او بل خاص ولايت دى
 عام ولايت هر مسلمان حاصلولاى شي
خاص ولايت  هغه دى چې دانبياء کرامو په قدم قدم کيښودل شي .
هر مسلمان چې دالله بندګي ئې اصلي هدف وي عام ولايت ترلاسه کولاى شي يا دايمان په لرلو سره څه ښه صفات لري خو خاص ولايت بيا دزه د تصفيې او دنفس دتزکيى پورې اړه لري هغه کسان چې د زړه د تصفيې او د نفس دتزکيې سير او سلوک تر مرحلو وانه وړى دخاص ولايت مقام ته نشى رسيدلاى
 صوفيه کرام هم چې غواړي دسايقينو په پيروى سره ځانونه د تصوف لوړې درجې ته ورسوي بايد دزړه دتصفيې او دنفس دتزکيې مراحل پوره کړي .
د زړه په تصفيه کې د ذکر او عبادت زياتوالې مرسته کوي يا ووايو دزړه تصفيه په ذکر او  عباداتو سره کيږي او دنفس تزکيه له بد اعمالو پرهيز او په په خپلو کړو بدو له الله تعالى څخه بخښنه غوښتل دي چې څومره صوفيه کرام دتصوف لوړ مقام ته رسيدلي دي ددې دزړه په اخلاص سره تمجيد کړى دى تمجيد ته په پښتو کې ستاينه ويل کيږي او د تمجيد کلمه د حمد نه اخيستل شويده څومره چې صوفى دالله تعالى حمد او ثنا وايي  دومره به ئې په تصوف کې عقيده پخيږي .
دا ښکاره خبره ده څوک چې دچا ستاينه کوي هغه به ياد حسن او کمال څښتن وي يا به دمرستو او پيرزوينو له امله ستايل کيږي
 الله تعالى زمونږ سره بې شميره مرستې او احسانونه کړي دي په بدن يې د خپل عبادت لپاره روغ پيدا کړي يو
دستاينولپاره يې ژبه ،دحق اوريدو لپاره يې غوږونه او دبدن نور اندامونه  په خپل خپل ځاى دعبادت لپاره راکړي دي چې ددې دنيا ترڅنگ دهغې دنيا ښايست موګرځي  بايد دتل لپاره د الله ستاينه وکړوچې ډول ډول نعمتونه يې راپيرزو کړي دي
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*