د راز او نياز تصوف

صوفيه کرام دسايقينو پيروان
ليک س، سيرت
 ٦٨مه برخه
سايقين چې داولياء کرامو خطاب ورته شوى دى صوفيه کرام هم په خپله پيروي سره دپخې ارادي خاوندان دي ددنيا او عقبى ټول کارونه په خپله پخه او سپيڅلې اراده کوي په هر هغه عمل کې چې اراده سالمه وي دعمل نتيجه به هم سالمه وي سايقينو هم پخه اراده درلوده  په خپله سالمه او پخه اراده دولايت مقام ته رسيدلي وو
 لکه څرنګه چې سايقين په نيکو اخلاقو ، عباداتو ، غور ، بندګۍ ، حق پالنې او دالله په دوامداره ذکر کې تر هر چا زيات عبادت کوونکى او په نيکو کارونو کې وړاندي دي
 دالله درسول دعوت ته تر ټولو وړاندې لبيک ويونکى دي دا ډول صوفيه کرام هم دي ځکه صوفيه کرامو په کامله توګه داولياء کرامو پيروي کړيده په کامله توګه ئې هغه اعمال خپل کړي دى کوم چې انبياء کرامو خپل کړى وو .
الله تعالى ته دنږديوالي يا قربت اصلي عامل يا باطني علوم دي ظاهري علوم هم علم دى چې په ټولنه کې دانسان وقار او درنښت پيدا کوي خو ظاهرى علوم بې دباطني علومو څخه دالله قربت نه حاصليږي
 په ظاهري علومو سره انسان ته درنښت ورکول کيږي په شريعت برابر ورته ويل کيږي خو دحديث مبارک په دليل اسلام ښکاره او ايمان پټ وى چې پټ ايمان په باطني علم کې راځي په باطني علومو سره دانسان په زړه کې رڼا پيدا کيږي ځکه ايمان دالله په وحدانيت عقيده او په عباداتو دالله عقيده او په عباداتو دزړه بيداري دباطني علم دى چې اولياءکرامو دا هرڅه په باطني علم سره ترلاسه کړيدى .
په تصوف کې ظاهري علوم دباطني علومو سره تړلي دي ديوه صوفي چې ظاهر دشريعت سره برابر نه وي هغه ته هيڅ وخت د صوفي نوم نه اخيستل کيږي دنفس دکنترول په اړه ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا ويلي
داخوته ئې زما نفسه چې دې زه کړم کور کر
تمام ووتې له عقله ددنيا پسې اوتر
نه دى فرض دخداى ادا کړل نه سنت دپيغمبر
دسورت نور ٣٧ آيت تفسير چې علامه سيد محمود الوسي رح ئې په روح البيان کې کړى دى دا په لاس راځي چې صوفيه کرام يا په عمومي توګه دطريقت خاوندان د زړه له تله  په ذکر کولو سره يې زړونه دومره پاخه او باوري شوي دي  چې په هر حالت کې ذکر کوي .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*