امريکې د ايران ديپلوماتان په عراق کې ونيول

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
امريکې د ايران ديپلوماتان په عراق کې ونيول، له ايران سره يې لانجه راپورته شوه.
نن نوې خبره دا وه، چې پاکستان ته يې سترگې برگې کړې، چې گواکې القاعده د دوى له ځمکې فعاليت کوي او د کيمياوي وسلو د جوړولو په فکر کې دي. دې ټولو خبرونو د واقعيت موندلو کار گران کړاى دى.
د ٢٠٠٧ع کال د جنورۍ‌ پر دولسمې پرويز مشرف په کلکه دا تورونه ځواب کړل او ټينگار يې وکړ، چې په پاکستان کې القاعده او طالبان ځپل شوي دي.
د امريکې د خارجه چارو نايب مامور ټينگ و، چې د القاعدې مشر په پاکستان کې دى او له دغه ځايه په ختيځې آسيا، آفريقا او آروپا کې کار کوي.
د توني بلير د انگليس صدراعظم دا نظر لري، چې : د افغانستان او پاکستان له پولو طالبان افغانستان ته راځي.
د پاملرنې خبره همدا ده، چې د سرحد دواړو خواو ته پښتانه پراته دي او دواړو خواو ته وهل کيږي.

دومره تريخ تاريخ کې پښتونولۍ اوپښتو ژبې ته څوک کار کولاى نه شي.

هغه، چې په ښارونو کې يا اروپا، امريکا، کاناډا او اسټراليا کې پښتانه دي، هغوى پراخ کارکولاى نه شي. يوازې د ډالرو لپاره د ترجمانۍ او بهرنيو عسکرو ته د پښتو ښودلوپه فکر کې دي.

دا به څنگه کېږي ياره؟ زه طالب و ته غايب.

په نونسمې پېړۍ کې انگريزانواو روسانو نه غوښتل، چې په اروپا کې سره مخامخ شي؛ نو خبره يې آسيا ته واړوله او لويه لوبه يې پېل کړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*