د راز او نياز تصوف

صوفيه کرام دسايقينو پيروان

ليک س، سيرت
٦٧مه برخه
د قرآن کريم سورت يونس په ٦٣ آيت کې ا لله تعالى فرمايي (واورئ څوک چې دالله دوستان وي ايمان ئې راوړي دى دتقوا کړنلاره ئې غوره کړې ده پر هغوى باندې کومه ويره او کړاو نشته .
هغه مسلمان چې په ريښتوني توګه دالله بندګي وکړي هغه ته متقيان ويل کيږي په ټولنه کې دهر وګړي لپاره ضروري ده چې خپل اخلاق داسلام دمقدس دين درواياتو مطابق کړى خو صوفيه کرام چې ورته دنيکانو بندګانو سترګې اوړي بيا په نيکانو بندګانو کې شميرل کيږي بايد دريښتوني بندګۍ ټول صفات خپل کړي، دالله عباداتو لپاره ګوښه توب غوره کړي دالله پاک په صفتونو او يدولو په خپلو وختونو کې مراقبه وکړي خپل نيک اعمال دالله درضا لپاره او د ټولنې دسمون لپاره په اخلاص سرته ورسوي
په ټولو دنياوي او اخروي کارونو کې بايد پوره استقامت ولري چې په ټولنه کې دباور څښتن وګرځي په ټولنه کې دنورو وګړو سره په دنياوي معاملو کې په شرعي لاره توکل وکړي ،هغه څه چې کله ورسره په ټولنه کې پيښ شي ټول دالله له لوري وګڼي او دالله له لورى په ټولو کارونو آن دمصيبت په وخت له صبره کار واخلي
په خپل ژوند کې چې هرڅۀ کوي دالله عبادت کوي او که ډتولنې دنورو وګړو سره دنياوي روزګار کوي په نيکو اخلاقو خپل کارونه سرته ورسوي او په هر کار کې دالله رضا په نظر کې ونيسي .
دصوفيه کرامو لخوا دسايقينو پيروي هغه وخت پوره ثابيتيږي چې دالله په نعمتونو شکر وباسي، په دنيا کې دخپل بدن دغړو په سلامتيا او دالله تعالى له لوري په نورو پيرزوينو دشکرانې لمونځونه او نوافل وکړي هغه وخت صوفيه کرام دسايقينو په پيروي کې راتلاى شي چې دالله درضا لپاره په خپل فرض لمونځ او عباداتو کې داصلي بندګۍ ثبوت ورکړي په خپله تواضع سره په ټولنه کې دنورو وګړو سره چلند وکړي په عباداتو کې اخلاص وکړي

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*