په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددوه ورځنۍ غونډې پريکړې خپرې شوې

١: دسوداگرۍ په هکله ټولې هغه ستونزې چې دکروناوايروس له امله راپيداشوې وې دختميدو بشپړ پلان تيارشوى ، دسوداگرۍ په باره کې گردو ستونزوته به دپاى ټکې کيښودل شي .
٢: نږدې وخت کې به دافغان مهاجرينوپه porکارټونو موده وغځول شي
٣: دافغان سوداگرو لپاره به بانک ډيپازټ سسټم جوړ شي له مخې يې به افغان مهاجر سوداگر پيسې دبانک له لارې دپاکستان څخه افغانستان ته اوهمدارنگه دافغانستان څخه پاکستان ته په ازادانه ډول وليږدولائ شي .
٤: افغان مهاجرينوډرائيورانوته به ډرائيونګ لائسنس ورکول شي .
٥: هغه افغان مهاجرين چې په هوايي ډگرو نو کې يې ډيرې ستونزې درلودې موخه له اروپا نه يا له نوروهيوادونوڅخه به افغان مهاجرين پاکستان ته راتلل نولومړى به افغانستان اوبيابه له هغه ځايه پاکستان ته په ويزه راتلل اوس کولائ شي چې مخامخ پاکستان ته راشي .
٦: هغه افغان مهاجرين چې په مهاجرکارت به ورته په پنجاب اونوروصوبو کې هوټل کښې شپه نه ورکول کيدله اوس کولائ شي په مهاجرکارت په هوټلوکښې په ازاده فضاء کښې بې فکره شپه وکړي .
٧: که دافغانستان اوپاکستان په خپل منځ کې الله ج ناکرده سياسي ستونزوله امله حالات خرابيږي ددې قربانيان به په راتلوونکى افغان مهاجرين نه وي .
٨: دکويټې په لارچې افغان مهاجرين دکوموستونزو سره لاس اوګريوان دي دابه ختمې شي .
٩: هغه افغان مهاجرينو چې پاکستانيوښځوسره يي واده کړې وي کولائ شي اسلام آبادکې پينځه کلنه ويزه ترلاسه کړي .
١٠: اودټولونه ستره داچې ډيرزربه په por کارتونو دتورخم په دروازه تګ راتګ پيل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*