د کرنې وزارت:په ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات ډير شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت  په يوې خبرپاڼې کې  ويلي دي  چې په روان کال کې د ننګرهار ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات ۶۲۷ مټریک ټنو ته رسیږي چې دغه کچه د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاته ده.

خبرپاڼه  وایي چې ننگرهار  ولایت کې د جلغوزیو  د دودېدو لپاره یې یو شمېر اقدامات ترسره کړي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي: ننګرهار کې د جلغوزې تولید هر کال په پراخېدو دی. د جلغوزو د ځنګونو پراخول او کروندګرو ته پوهاوی ورکول د جلغوزې د زیاتېدو لوی لاملونه دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو په اساس دغه ولایت کې څه باندې ۷۰ زره هکټاره ځمکې باندې ځنګلونه شته چې ۱۶ سلنه یې د جلغوزیو ونو پوښلې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*