د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
٦٣مه برخه
تسبيح ته په پښتو ژبه کې پاکي وايي يا ډير پاکوالي ته وايي او داد پاکى صفت الله ته شويدى هر مسلمان بنده چې خپل رب العزت په ډيره پاکى سره سهار ، ماښام او نورو وختونو کې يادوي دى عبادت ته تسبيح ويل کيږي دانسانانو ترڅنګ چې دالله تعالى په وحدانيت پوره ايمان او باور لري کاينات او ټول موجودات دالله تعالى په پاکوالي چې دهر ډول عيب ، نقص ، کمزورۍ ، خطا او بديو پاک دى يا پوره باور لري په دې هم راسخه عقيده لري چې دالله تعالى ټول صفتونه پاک دي احکام ئې پاک دى خپلو پيغمبرانو او ټولو مسلمانانو ته ئې لارښوونې پاتى دي دقرانکريم په مبارک کتاب کې دتسبيح په اړه ويل شوى په وار وار يادونه شويدى دنبى اسرائيل په ٤٤ ايت کې فرمايي (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ) دهغه پاکى خو اوه اسمانونه ځمکه او ټول شيان بيانوي چې اسمانونو او ځمکه کې دي .
ددې نه دا ثبوت په لاس راځي چې په ځمکه او اسمانونو کې څه موجودات دى دالله په وحدانيت شاهدى ورکوي او تسبيح ئې واى دالاحزاب په ٤٢ ايت کې فرمائى ({وَ سَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًا) او سهار ماښام دهغه تسبيه کوونکى اوسئ .
دسهار ماښام دى تسبيح ذدکر وکړل شي لکه دسهار ماښام نه دټولو وختونو مطلب دى يا هر ورځ دى چې به هر وخت بآيد دالله عبادت وکړل شي يا دتل لپاره بايد دالله پاکى بيان کړل شي .
دتسبيح په ذکر سره دانسان زړه روښانه کيږي په دنياوي ژوند کې يې زړه ته يو سکون حاصليږي چې څومره انسان دالله پاکى بيانوي هم ئې په خپلو مقدسانو او اسلامي اصولو ، شرعي احکامو عقيده پخيږى دقرانکريم دبقرې سورت د ٣٣ ايت مبارک نه مطلب دا په لاس راځي چې دالله پاک ذات د ټولو نيمګړتياؤ نه پاک دى انسانان يا نى مونږ دومره علم لرو څومره چې الله پاک مونږ ته راکړيدى اوپه حقيقت کې په هر څه پوهيدونکى او دهر علم ښه پوهيدونکى دالله پاک ذات څخه بل څوک نشته دالله بندګي دتصوف ستر هدف دى او دهمدې هدف لپاره يې دبندګى ټولې لارې غوره کړيدى الله او دالله درسول داحکامو پيروي دتصوف په طريقه کې په ښه توګه کيږي ځکه دتصوف صفات هم زيات دى .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*