اروپا + امريکا = ناټو

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

نن د اريانا تلويزيون د ٢٠٠٧ ع نهمه د مرغومې نونسمه درې کسان (گلاب ځوى له خوست څخه، مايک د ناټو وياندجنرال (؟) عظيمي د دفاع مرستيال کېنولي وه. د پروگرام نوم (ديدگاها) و. د ناټو وياند ويل ٢٠٠٧ع کال کې هڅه کوو د طالبانو مشران او قوماندانان ووژنو او ملکي خلک لږ ووژنو، خوزمونږ افغان ملگري اوخپل استخبارات غلط معلومات راکوي.
گلاب ځوى وويل، چې تاسې خلک لومړى ونيسئ او څېړنې وکړئ، چې نور معلومات تر لاسه کړئ.
عظيمي وويل، چې عملياتو کې انسجام شته، خو طالبان د خلکو کورونو ته ځي او خلک يې د مېلمه پالنې له مخې ساتي.
د (مايک) يوه خبره دا وه، چې خلک بې گناه دي. که څه هم دا يې ونه ويل، خو د خبرې دوهيم مطلب يې همدا و. دغه راز يې وويل، چې د روسانو په هوايي بمباريو او کورنۍ‌ جگړۍ کې تر دې ډېر خلک وژل کېدل. حال دا، چې نن افغانستان جمهور رييس، کابينه او ولسي جرگه لري.
که وروستۍ خبره همدا وي؛ نو بيا اروپا او امريکا دلته څه کوي؟ شپږ کاله وشول تر کله به دا ناتاراو تالان وي؟ تاسې خپل معاش اخلئ اوخوشحال ياست، چې دا جگړې وي.
طالبان افغانان دي، خو که د حکومت سره جوړ نه دي څه دلايل به لري، هغه دې وڅېړل شي؛ ځکه د افغانستان اولاد دى، چې يو ژړوي او بل خندوي. دا ژړا او دا خندا به څنگه ورکه شي؟ معاش خواره دې له کار او زيار څخه ډوډۍ وخوري، نه د خپلو هېوادوالو له وينو څخه.
امريکايان وايي : زمونږ د خپلواکۍ اعلاميه څه شوه؟ زمونږ اساسي قانون چېرته دى؟ د بشر حقوق، عامه امنيت څه شو؟ مونږ ويل ټول انسانان يو شان دي. اوس د شپې له خوا عام خلک په خوب کې وژنو!
د سمک ښار، چې ويل کېږي، د اسلام په لومړيو کلونو کې آباد و، د ځوانمردانو ښارو او کوم انتظام او اخلاق، چې په ښار کې هغه ول، سل کاله وړاندې په کابل کې ليدل کېدل، چې خلکو پريو بل پام کولو. که د کور نارينه نه و بيا د کوڅې سپين ږيرو هغوى بساتل، پښتونولي د افغانيت پر نوم چلېدله.
غم دې هسې غلبه شه په ما باندې
چې مې ځاى نه شي دننه نه د باندې
له زگيرونه مې نور خلک په عذاب شه
تل د وچو له کبله سوځي تاندې
(عبدالرحمن بابا)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*