افغانستان دغه مهال کې څه کولاى شي ؟

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

په داسې حال کې، چې امريکا او ناټو هلته پښتانه وژني دا گرانه ده، چې د افغانستان ملي او تاريخي گټې دې هم وساتي. کله، چې د ډيورنډ د کرښې ژمنه کېده، هم د انگليس لښکر ې راغلې وې.

اوس هم شته، چې د دې خوا پښتانه په خپله پر جگړې اخته دي او حالات يو لورى نه لري. يعنې څو موخې دي او څو مخه.

د افغانستان حکومت په روانې جگړې کې همدا ويل، چې سرحدي لارې دې د مخالفينو پر مخ بندې شي، خو پاکستان ته دا پلمه پر لاس ورغله، چې پريو غشي دوه کوترې وولي. يعنې، چې هم د ډيورنډ له کرښې څخه هغه لوري پښتانه ولو بوي او هم د افغانستان حکومت ته ووايي، چې ستاسو خبره مو ومنله دا دى سرحد موپر اغزنو دېوالونوبند کړو، ماينونه مو وکرل.

ماينونه به دخلکو څاروي وخوري، سړى که پوه شي څاروي، خو نه شي پوهېداى. دا ټولې سياسي خبرې دي ځکه په سيمه کې امريکا او اروپا برلاسې ده او دا، چې غوړ غوړ غږيږي دا د دوى معاش خواره دي، خپله د څه شي اراده نه لري.

دا دنيا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا په دنيا باندې غرض

(عبدالرحمن بابا)

دا دنيا همدغه دنيا ده، چې مونږ په کې ژوند کوو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*