د ا به د انگليستان او امريکا کورنۍ معامله وي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

يوسناتور ويلي کوم خرڅ، چې په عراق او افغانستان کې کېږي تر نيمايي به لږ شي.؛ ، خو د هغه پايناب به څنگه وي ؟ امريکايي پوځونه به وي، خو خلک به څه نه لري، اخلاقي فساد به ډېر وي، خولوږه به عامه خبره وي.
روان شتون يې غوره بېلگه ده؛ ځکه له هغو ميلياردونو ډالروڅخه، چې افغانستان ته راغلل، اقتصادي بنسټ جوړ نه کړاى شو.
که بش او بلير محاکمه او محکوم هم شي؛ د ا به د انگليستان او امريکا کورنۍ معامله وي، خو افغانستان به په خپلوکې جگړې کوي؛ ځکه، چې هغه لږ څه هم که پاتې وي دهغه به تر لاسه کوي.
هغه کسان، چې د اروپا او امريکا تابعيت لري هغوى به بېرته امريکا ته راگرځي، يو څو تنه، چې اوس بېرته امريکا ته راگرځيدلي دي؛ غواړي، چې خپل عذر ووايي، خو هغو ته څوک غوږ نه نيسي. دوى په امريکا کې ځان وطنپال بللاى نه شي؛ ځکه د خپلو شخصي گټو لپاره تللي وه هغه، چې تر سره نه شوې، بېرته ورغلل.
اوس، چې پاکستان د ډيورنډ پر کرښې ماينونه ښخوي ( (حامد کرزى دې لکه سردار محمد داود خان سفر بري اعلان کړي.)) کله، چې پاکستان د يو يونټ پر ځاى ټوټه ټوټه کېدو او پر پنځو ولاياتونو اعلان شو؛ نو ارواښاد خان عبدالغفار خان تر هغې مجادله وکړه، څو يو يونټ مات شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*