دا خبره نوره پاى ته ورسېده

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دا هم څرگنده ده، چې بش او بلير بيا نه شي کتلاى؛ ځکه، چې مدني ارزښتونه تر پښو لاندې شوي دي. دغه راز په اروپا، امريکا او نورو هغو هېوادو کې، چې ټول ټاکنې کېږي، دا وسنيو حکومتونو د بيا راتلو لاره تړل شوې ده، بشري وجدان په کې نوردا څېرې نه پېژني.
دانگلستان او امريکا گډه امپراتوري نه شي جوړېداى او دا خبره نوره پاى ته ورسېده. يوازې اروپا به يو هېواد شي لکه امريکا او دې ته به د اروپا متحده ولايات که نه وي اروپايي متحده هېوادونه به وويل شي. آسيا اوآفريقا به هم همداسې شي.
گرشاسب بابا ويلي، چې ( (وړې خبرې لوييږي)). پخوانى شوروي اتحاد، چې يوه امپراتوري وه، پر يوه هېواد بدل شو. که بل ځل يې جوړوله، هغه به د اروپا په څېر وي، خوډېره استبدادي بڼه به نه لري.
افغانستان به هم خپله بڼه واړوي، خو امريکا يي بڼه به ونه لري؛ ځکه د اسلامي هېوادونو سره به ودرېږي.
د امريکا غوښتنه دا وه، چې له افغانستان څخه تر مراکش پورې به د دوى د خوښې ډيموکراسي وي او د دوى تر پاملرنې لاندې به وده کوي. لکه څنگه، چې وليدل شول داسې ونه شول

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*