عمران خان د ویزې اخیستلو ټيل ماټېل کې په مړو خواشيني ښودلې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ټوېټ کې په ننګرهار کې د پاکستان د ویزې اخیستلو ټيل ماټېل کې د ۱۲ ښځو په مړه کېدو خواشیني ښودلې ده

عمران خان ویلي، چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خپه کړی يم .د پاکستان لومړي وزیر  دې پېښه کې د ټپیانو د سملاسي رغېدو لپاره دوعا کوي.

کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*