پښتانه، د افغانستان لومړني ډېره کي دي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د عراق صدر اعظم المالکي، چې د صدام د اعدام حکم يې ورکړاى و او مقتدي صدر، چې څه موده يو اتل بلل کېده، اوس يې مخونه بدل شوي هم اعدام نه غواړي.

سياست پوهان ليا هغه وخت پوه شوي وه، کله، چې څو کاله وړاندې آيت الله سيستاني لندن ته د درملنې لپاره لاړ لکه، چې برهان الدين رباني مسکو ته تللاى و، په ملي سطح ددوى اسلامي څېره بدله شوې وه.

رباني څو وارې پر طالبانو خبرې وکړې، که هغوى يې ښه وبولي، خو دا ونه شوه. طالبانو حتى له حکمتيار سره هم خپل ديني او ملي واټن ساتلاى دى.

پښتانه، چې د افغانستان لومړني ډېره کي دي او پاکستان کې دوه يم، خپل دريځ دواړو خواو کې پېژني او خبره په کې له روان بهيره وتلې ده؛ ځکه، چې اروپا، امريکا، ناتو او ملگرو ملتونو له دوى سره جگړه پېل کړې ده او روان دي جگړې کوي.

دغه خلک، چې په نړۍ کې اوس پرقدرت دي، دوى د بشريت له مقاومت او ټينگار سره مخامخ شوي، دوىهڅه کوي، چې مسلمانان او عيسويان، سنيان اوشيعه گان جگړې ته را اړوي، خوبريالي کيداى نه شي؛ ځکه، چې انسان د الله تعالى مخلوق گڼل کيږي او دا د بشريت خبره ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*