جمهور رييس بش ته سپين چک نشته

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
لومړى دا، چې نانسي پلوسي يواځنۍميرمن ده، چې د کانگرس ويانده مشره ټاکل شوې وه، خپل کار يې پېل کړ. دوه يم دا، چې دې په خپلې وينا کې وويل : وروسته له دې جمهور رييس بش ته سپين چک نشته؛ ځکه، چې بش له پنځه سوه ميلياردوډېرې ډالرې اخيستي، چې په عراق او افغانستان کې يې وهلي دي. له دې وروسته به داسې نه وي او دغه راز به دروانې جگړې حال هم پخوانى نه پاتې کيږي.
د نوموړې وينا د جگړه والو لپاره هم دا زيرۍ رسوي، چې هومره پيسې نورې نه راځي او هر څه پاى لري. دادى سپين چکونه ختم شوي؛ هغه پيسې، چې اخستل شوي، دلگښت څېر يې غوښتل کيږي. لوى څارنوال نور کارونه پيدا کيږي او دحساب صورت به غواړي. ((دا جهان دى دا يې کار)).
د کانگرس دمشرې وياندې دې خبرې، چې جمهوري پلوو کله، چې ډېره کي وه، بش ته يې سپين چکونه ورکول. اوس داسې نه دي او پر هغو به بحث کېږي.
د صدام حسين وژنې په نړۍ کې د شيعه او سني د مخالفتونو پراخې انگازې را پورته کړې. د نړۍ عيسويانو هندوانو، مسلمانانو او د بشري وجدان لرونکيو انسانانو دغه قتل وغندلو. نړيوال ورو ورو دې ته ورسيدل، چې د صدام ورور او دوه تنه نور، چې د اعدام حکم ورباندې شواى، هغه ونه وژني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*