ملي يووالى او پښتانه !

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

يوه داسې موده هم وه، چې يو شمېر د نورو قومونوخلکو د ايران او پاکستان پر لمسون له پښتنو سر ټکولو، خو پښتانه نه پوهېدل، چې ولې؟

د محمدزيو پادشاهانوله اميردوست محمد خان څخه تر ظاهرشاه پوري پښتانه ټکوالي دى؛ د محمدظاهر په پادشاهۍ کې پر پکتيا، کونړ، پکتيکا اوکندهار شاهي لښکرې ورغلي او بيا د رباني _ مسعوداو کرزي ترمهاله پښتانه ځپل کيږي.

پښتانه د محمد نادرشاه او محمدظاهرشاه پر شتون ظالمان بلل شوي. حال، چې د محمدظاهرشاه د شاهي اردو له خوا ځدران، ساپي، سليمانخېل اوکندهاريان وژل کېدل.

داستم پرچا و، پر پښتنو که پر نورو ؟ د بهرنيو پرلمسون رواني او پوځي زيانونه چا وليدل ؟

اوس دا دى ټول ملي يو والى غواړي. يوازې هغه به پاتې وي، چې لاس پر لاس يې له بهرنيو ډالرې اخستي وې.

نور د بش لپاره سپين چکونه نشته.

د امريکې په تاريخ کې نن يوه ښه ورځ وه (د ٢٠٠٧ع کال د جنورۍ د مياشتې اوومه د ١٣٨٥ل دمرغومي اووه لسمه) .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*