رابرټ اوبراین:تر کرسمس پورې دامريکايي  عسکرو وتل د ټرمپ پوځي فرمان نه دى

د امریکا  د ولسمشر دونالډ ټرمپ امنیتي مشاوررابرټ اوبراین ويلي دي  چې د روان کال د ډسمبر تر ۲۵ (کرسمس) پورې له افغانستان څخه د امريکايي  عسکرو د وتلو مسئله د ولسمشر ټرمپ  یوه «هیله» ده او کوم پوځي فرمان نه دی.

اوبراین ټېنګار وکړ چې د ۲۰۲۱ په لومړیو کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته کم شوي.

نوموړي زياته کړه «دا به ډېر لوی کار شوی وای چې تر کرسمس پورې مو خپل سرتېري کور ته ستانه کړي وای،خو موږ اوس له خپلو اروپايي ملګرو سره په یوې لارې روان یو- افغانستان ته یو ځای تللي یو او یو ځای به ترې راووځو- موږ په داسې یوې لارې کار کوو او داسې ښکاري چې په روان مني کې به ۴۵۰۰ عسکر او د جنوري او فبروري په میاشتو کې به لږ نور عسکر کم کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*