حضرت عمر زاخېلوال:افغان دولت د سولې خبرو فرصتونه ضایع کوي

د مالیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې پخوانى  افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ويلي دي ، چې که د سولې خبرو په پایله کې واقعي سوله د موقت حکومت په جوړیدو سره رامنځته کیږي، نو موقت  حکومت دې جوړ شي.

دا خبرې نوموړي په یوې مرکې کې  کړې او زياتوي ، چې افغان دولت د سولې خبرو فرصتونه او وخت ضایع کوي.

زاخېلوال تور پورې کړ، چې افغان حکومت په دې کار ښې پایلې نه دي رامنځته کړي؛ بلکې د سولې خبرو کې یې خپل موقف کمزوری کړی.

د مالیې پخواني وزیر دغه راز وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی کمزوری او د ټولو سیاسي لوریو د منلو وړ نه دی.

نوموړي دغه راز، د سولې خبرو کې د درېیم لوري یادونه وکړه او ویې ویل، چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دغه لوري مخکې هم له طالب استازو سره ناستې کړي او اوس هم ورسره تماسونه لري.

د ده په وینا، دغو تماسونو د سولې مذاکراتو له زمینه سازۍ سره هم مرسته کړې ده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*