اشرف غني صالح ته د کابل امنيت ارزول وسپارل

محمد اشرف غني  خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده سپارلې ده

صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو:‌”زه د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د تطبیق په لار کې په خپل قاموس کې د جنایت کار پر وړاندې د ترحم او مصحلت هېڅ توری نه لرم.

نوموړي دا هم لیکلي چې کابل کې د لویو مجرمینو لیست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ښاغلی صالح له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۰ د ملي امنیت ادارې مشر او په ۱۳۹۷ کال د یوې میاشتې لپاره د کورنیو چارو چارسمبالی هم شو.

ښاغلي صالح له کابل مېشتو وګړو غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او باور همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولی شي معلومات تر ده ورورسوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*