ادبي بډاينه

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

چې ښکنځل راته په قهر قهر کاندي
دا لا وگڼي په ما باندې احسان خپل
گفتگو په اشارت کاندي له نازه
که اسم د چا اخلي په زبان خپل
په گريبان باندې، چې ټک وهلې گوتې
عاشق کېباسي لاسونه په گريوان خپل
خريدار يې له حيرته بې شعور شي
چې د حسن رخت څرگند کا په دکان خپل
چې هر څوک يې عاشقۍ و ته هوس کا
گويا لوبې کا په دين و په ايمان خپل
پخوا هم د انگريزانو همدغه جل وبل و، چې ځان ته به يې مزدوران وموندل. په نونسمه پېړۍ کې هم دوى قومي او دولتي مشرانو ته سوغاتونه ورکول. لکه ساعتونه، هېندارې، دروبين (لېرې ليد)، کالي. . . او دوى به يې خوشحالول. هغه وخت هم قوم د خپلو مشرانو مخې ته راپورته شول، خوانگريزانو به خپلومزدورانو ته پيسې ورکړې، چې مزدوران ورته پيداکړي او خپل قوم پرې ووهي. انگريزانو به د شېر بهادر، خان بهادر او ملک بهادر لقبونه ورکړل او نښانونه به يې پر ټټر ورته وټومبل.
اوس بيا هماغه لقبونه دي : ملي اتل، باباى ملت، مارشال، امير، رهبر، زښته ډېرې پيسې او بې مسووليته واک. دغه راز يې دوستم، مالک او محقق ته يې د لسو زرو پښتنو وينې وبخښلې.
صدام حسين د يو سلو اتيا کسانو د خون په بدل کې اعدام شو. هغه څوک ول، چې صدام وژلي وه؟ کله، چې صدام د عراق جمهور رييس و، دغو خلکو ١٩٨٢ع کې د صدام د وژلو هڅه کړې وه، چې خونړۍ کودتا يې نومولاى شو. صدام بريالى شو، چې هغوى ونيسي او اعدام يې کړي.
د اروپا او امريکا منطق دا دى: هغوى ته، چې دى يې واژه، غوره وه، چې کورونه، ځمکې اوډالۍ ورکړې واى. هماغه د خربوزي د ښار ټوکه ده، چې د سمک ښار يې نومولاى نه شوو.
مونږ به تر کله د دوى پر دغو خبرو تېرايستل کيږو؟ او کله به دا هوس مونږ کې سړېږي ؟
بې هنرو له قند هم زهر قاتل دى
قند يې وگڼه که زهر په هنر خورې
نهال په زړه د صبر نخل کړه رحمانه
چې مدام د برخور دارو په څېر بر خورې
دا ډېر پند دى، خوکه يې د زړه پر غوږو واورو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*