ګران هېواد: اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر سولې خبرې کړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې لیدنې پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، پر اوربند، د تاوتریخوالي د کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي.

نوموړی وايي، چې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات به بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*