پاکستان: له افغان سولې سره مرسته روانه ساتو

پاکستان  ویلي چې په افغانستان کې امن او‌ سوله یوازې د خبرو له لارې راتلی شي او د سولې د روانې پروسې په بریالیتوب د سرته رسولو لپاره د ټولو لورو سره خبرې اترې اړینې دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستان په سیمه کې د امن او ثبات پلوی دی او غواړي چې د ټولو ستونزو هواری باید د خبرو له لارې ولټول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دافغانانو ترمنځ قطر کې د سولې روانې خبرې یو ښه پرمختګ دی او پاکستان په دې برخه کې خپله مرسته نه ده سپمولې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*