سټولټنبرګ: طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

دناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې  طالبان باید خپلې ژمنې عملي او تاوتریخوالی کم کړي.

سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

سټولټنبرګ د قطر مرکز دوحه کې له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره ښه فرصت بللی دی.

سټولټنبرګ  ویلي:”د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي،طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*