د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
٥٤مه برخه
چې په بغداد او ترکيه کې تصوف هرې خواته خپور شو چې له هغه وخته تصوف په بېلا بيلو څانګو وويشل خو هدف دالله رضا ئې سره يو دى
د تصوف لومړى څانګه قادري ، شا ذلي ، سرور دي ، چشتي ، دفاعيسي ، احمدي ، سوقيى ، اکبري او مولوي طريقو باندې وويشل په هره طريقه کې دالله عبادت کيږي څوک ئې په جهر ، څوک ئې په پټه او څوک ئې په خانقاؤ او جوماتونو کې په حلقوي شکل سره کوي او هره څانګه د ذکر کولو طريقه کې دالله رضا لټوي .
حضرت على او ابوبکر صديق رض چې دتصوف لپاره ئې ځانګړى مدرسې جوړې کړې وي صحابه کرامو به په هر ځاى کى د ذکر او عبادت کوښښ کولو دسلوک او عرفان لارى به ئې نيولى او دخپل الله عبادت بۀ ئې په عاجزۍ سره کولو دالله تعالى ذکر او عبادت چې دتصوف په هره څانګه کې وشي يو عبادت دى هدف ئې يو دى او ديو الله دبندګۍ ثبوت ورکوي چې ټولې طريقې حقې دي (اهل حق دا حجت ودعوايکيست = خيمه هاى ماجدا دلها يکيست )
صوفيه کرام چې په ټولنه کې په پرهيزګارو او نيکو اخلاقو خاوندان بلل کيږي دوى زيات وخت دالله عبادت ته وقف کړى وي هر هغه څوک چې دضرورت په اندازه دنياوي کارونه وکړي، نور ټول وخت دالله عبادت ته ورکړى دا خلک دنيکانو ډله وي چې بيا وروسته دکراماتو خاوندان هم وويل شي کرامات هر څوک نه لري بې له هغو بندګانو چې زړونه ئې دالله په ذکر او نفسونه ئې دګناهونو او خواهشات پر ترک او توبو تزکيه شوي وي کوم بنده چې په ريښتنې توګه له کډو ګناهونو په صدق سره توبه وباسي خپل زړه دالله په ذکر او عبادت صاف کړى دالله دبندګانو سره دالله رضا لپاره مينه وکړى دا ډول بنده دکراماتو خاوند کيدا شي او داکرامات هغه وخت ترلاسه کيدا شي چې دتصوف ټولې مرحلې ئې تيرى کړى وي .
ځنې خلک چې دتصوف په مقصد او هدف پوهه نه لري وائي فلانى بزرګ دمعجزې يا کرامت خاوند دى حال دا چې معجزه او کرامت سره توپير لري معجزه دنبي لخوا او کرامت دولي لخوا صادريږي اما معجزه او کرامت دواړه خارق العاده نا اشنا شيان دي چې دټولنې وګړي ورسره نا اشنا وي او يا پرې هيڅ پوه نلري چې معجزه څه ته او کرامت څه ته ويل کيږي خو دا بحث عام خلک نه کوي دا بحث اکثر دتصوف دپاک لارى او اکراماتو خاوندانو اولياء کرامو مخالفين کوي چې په ټولنې کې دصوفيه کرامو او اولياء کرامو محبوبيت راکم کړى خو څومره چې مخالفين داولياء کرامو او صوفيه کرامو مخالفت کوي هومره دهغوي په ريښتنې عبادت او بندګۍ سره په ټولنه کې محبوبيت زياتيږي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*