اوږده جګړه به د سولې لاره هم اوږده کړي

سرليکنه
په افغانستان کې دامريکايي پوځونو سره يوځاى دافغانانو پرخلاف جګړه ماروپوځونو(ناټو) عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د افغانستان لپاره دامريکا دځانګړي استازي او مرکچي خليلزاد سره کتلې او په افغانستان کې يې داوږدې جګړې دپاې ته رسولو په نوم د سولې په اړه سره خبرې کړي دي، دا خبرې چې منشي ينس سټولټنبرګ ېې دخليلزاد سره کوي دمرحلو شمير ېې له حسابه ووت او هم چې ټرمپ څومره لغتې دسولې په خبرو کې ووهلې دهغې هم شمير څرګند نه دى.
دناټو منشي لټنبرګ په خپل ټويټرليکلي چې طالبانو دې خپلې ژمنې پوره او تاوتريخوالې دې کم کړي چې سولې ته زمينه برابره شي دمخه دامريکا نورو چارواکو او شنونکو ېې ويلي وو چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ خلک نه دي حال داچې طالبانو په قطرکې د امريکايي مرکچيانو سره د سولې کومه موافقه کړيده دهغې اعتراف ېې په وار وار په خپلو مرکو کې کړى دى ويلي يي دي چې مونږ اوطالبانو په خپلو کې سره دسولې موافقه کړيده
زمونږ پرپوځونو طالبانو بريدونه ، نه دي کړي او نه ېې کوي نور دافغان حکومت او طالبانو کار دې چې په بين الافغاني مذاکراتو کې خپل مسايل سره حل کړي.
لټنبرګ دخليلزاد سره دسولې په اړه په خپلو خبرو کې دوه ټکو ته اشاره کړيده يوه داچې طالبان دې خپلې ژمنې عملي کړي او بل تاو تريخوالې راکم کړي، که په قطرکې امريکايي مرکچيانو دطالبانو سره په دې خبرو هم موافقه کړې واېې اوس به لټنبرګ دا دوه ټکي کښته پورته نه کول او نه به يوځل بيا په هلمند او ټول افغانستان کې دجګړې اورلمبې پورته کيدې ددې نه دا څرګنده شوه چې امريکا په افغانستان کې ترشلو کالو زياته مودې پورې جګړه اوږده کړه اوس غواړي په دې او ديته ورته موضوعاتو سوله هم اوږده کړي.
خليلزاد هم په خپلو مرکو کې وايي د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي،طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده، له بلې خوا همدا خليلزاد او لټنبرګ بيا امريکايي رسنيو سره په مرکو کې په ډاګه وايي که افغان پوځ ته اړتيا وليدل شوه هراړخيزه مرسته ورسره کوو مانا داچې دقطر دسولې چې طالبانو سره ېې کړيده د طالبانو پرخلاف دافغان پوځ ننګه به د افغان پوځ او طالبانو جګړه وي نه دامريکايي پوځونو او طالبانو..
خليلزاد او دناټو عمومي منشي دواړه په افغانستان کې د روانې جګړې هم انکار کوي او ځان پکې دافغان پوځ سره دمرستې په نوم ورګډوي چې درې هدفه ترلاسه کوي يوداچې دسولې په نوم جګړه دوامداره او دجګړې په دوام سوله دوامداره او اوږده کړي، دويم داچې په روانو جګړو کې به که څه هم په تيرو شلو کالو کې چې امريکا پرافغانستان بريد کړى دافغان ولس په شلمه برخه امريکايي پوځونه، نه دي و ژل شوي خو بيا هم خپل پوځونه ېې دجګړې له مرګه ژغورلې او په پوره حکمت ېې افغانان خپلو کې سره په جګړه اخته کړيدي.
دريم داچې دا دريم دامريکا سترهدف دي او هغه دادى چې دا روانه اوغځيدونکې جګړه پر افغان حکومت او طالبانو ور وتپي نړيوالو ته څرګنده کړي چې مونږ د طالبانو سره دسولې موافقه کړې او دا دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپله جګړه خو په مقابل کې نه طالبان ددې جګړې ملامتيا نه ځان خلاصولاې شي او نه افغان حکومت چې همدا ېې دسياسي کمزورۍ سترلامل دى او سوله ېې دجګړې په څېر اوږده کړې ده.
له شلوکالوراهيسې امريکا پرافغانستان خپل بريد ته دلايل لټول چې دبېلابيلو لا ملونو له مخې ېې پرافغانستان يرغل کړى خو دافغان مؤمن ولس وژنه ېې مسؤلانه بللې يانې داېې مسئوليت ؤچې بايد افغان مسلمان ولس دامريکا په يرغل او د يرغل وروسته دشلو کالو په جګړو کې ووژل شي .
په قطرکې دامريکا او طالب مشرانو ترمنځ دسولې دموافقې وروسته په افغانستان کې يوځل بيا دجګړې لمبې پورته کيږي په تيره بيا دهلمند بې وزله وګړي په هغه ناورين اخته شول کوم چې شل کاله وړاندې دامريکا ديرغل په ناورين اخته شوي وو.
سره له دې چې په قطرکې ځنډ او خنډ مذاکرات دوام لري خو افغانان په خپلو کې سره په جگړه اچولو او طالبانو او امريکا دسولې او په اصل کې دسولې داوږدېداپه په موخه امريکايي نظاميان هڅه کوو د افغانستان جګړه مسوولانه او په احتیاط سره پای ته ورسيږي کله چې ېې پرافغانستان بريد کاوه هغه مهال ېې احتياط نه کاوه اوس چې افغان حکومت او طالبان ېې په خپلو کې سره اخته کړل د طالبانو سره دافغان ولس د ارادو پرخلاف د سولې لاس ليک وکړ خپل پوځ ېې په امن او غواړي په افغانستان کې داوږدې جګړې په څېر سولې لاره هم پسې اوږده کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*