اروپا او امريکا همدا چل رانيولاى

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د ١٣٨٥ ل کال د مرغومي پر اووه لسمې د پښتنو پر سيمو (هلمند، خوست، پکتيکا، غزني) بېلابېل بريدونه شوي وه، دواړو خواو ته وژنې وې. وسمهال پښتانه د دفاع حق لري؛ که څوک چا ته دا حق ورکوي يا يې نه ورکوي، خو څښتن تعالى ورکړى دى. ناټو، امريکا او اروپا ته که ملگرو ملتونو دا حق ورکړى وي؛ نو هغه هم د دوى په لاس کې دى او طبيعي نه دي. طبيعي يا شرعي حق دهغه دي، چې د چا حريم ته څوک ورشي، د حريم خاوند د دفاع حق لري.

د کابل د انگليسي ادارې په نکلونو کې يود خربوزې نکل دى، چې دروان وخت څرگنده هېنداره ده. وايي، چې يو غل د کوم سړي کور ته د غلا لپاره تللاى و. د کور خاوند پرې راويښ شو؛ غل يې پر چاړه ووهلو. بله ورځ غل قاضي ته ورغلو او د کور پر څښتن يې عريضه وکړه. قاضي ته يې وويل، چې صاحبه! زه دغه سړي کره د غلا پر نيت ورغلم، خو دغه ناروا سړي پر چاړې ووهلم او ټپي يې کړم. قاضي د کورد خاوند د مجازاتو امر ورکړ.

خلکو دغه ښار د خربوزې ښار وباله او د خربوزي کيسې پر لپسې تکرار شوې.

 اروپا او امريکا همدا چل رانيولاى؛ غواړي، چې د نړيوالو په سترگو کې خاورې واچوي، خو مونږ ډاډه يو چې له دوى څخه به هم داسې يو داستان پاتې شي، چې د خلکو د خندولو لپاره به ويل کېږي.

وايي، چې د خربوزي د ښار په څنگ کې د سمک ښار و، چې د مېړانې، ځوانمرد‌ۍ او عدالت ښار و، چېرته، چې پښتونولي په نره چليدله.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*