ځانگړې پاملرنه!!

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دغو حالاتو کې، چې پښتانه تر کلکو نظامي عملياتو لاندې دي، ډېر يادېږي؛ ځکه، چې خبر جوړونکي په همدې سيمې کې دي. که خبر کې طالب راځي؛ نو ستر گور پرې پوهېږي، چې پښتون دى.
که څوک د حامد کرزي دولت د دولت پر بڼې نه مني، پر انگريزانو يې وژني يا امريکايان او اروپايان ورته راولي او پر هغو يې وژني؟ پر زرها و ټنه بمونه پرې وروي او دومره غټې پوپخانې کاروي، چې په دوه يمې لويې جگړې کې هم نه دي کارول شوي؛ نو دا به د بشر وجدان ومني!
کوم کورنى منورائتلاف، چې ليدل کيږي، تنظيمي او گوندي بڼه لري؛ امريکا او اروپا ور سره ائتلاف کړاى، پوځونه، پيسې او د جگړې ټولې اړتياوې او خرڅ وررسيږي؛ خوکورنى ائتلاف، چې ملي ملاتړ نه لري، د کورونو، ځمکو او ډالرو د زېرمو په راټولو کې اخته دي.
يوه ملي هنگامه نه ده، بل لوري ته ملت دى، چې خپل توليد نه لري، هغوى هم روانو بهرنيو مرستو ته ناست دي.
په همدې حالاتو کې د پښتنوپر سيمو دائتلاف څواکونه جگړې، بريدونه او هوايي بمباردکوي.
پر همدې لامل د دغو بېوزلو پښتنوپر حال فکر او پاملرنه له هر هغه انسان سره شته، چې هغه په کورني او بهرني ائتلاف کې نه دي.
نور افغان قومونه د ملي يووالي پرنوم خپله خواخوږي له پښتنو سره ښيي، خو يوه ورځ به د خپل زړه خبرې څرگندې کړي؛ ځکه، چې افغانستان، عراق او فلسطين د ټولې نړۍ‌لپاره د اندېښنې وړ هېوادونه دي.
سرزوري امريکايان او اروپايان به تر کله دالگښت، وژنې او قربانۍ ور کوي ؟ ځکه، نو پښتنو ته ځانگړې پاملرنه اړينه شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*