هلمنديان دسولې په سيوري کې د جګړې قربانيان

سرليکنه
امريکا به په افغانستان کې دامريکايي چارواکو په نظر ډير څه ترلاسه کړي وي خو په عام نظر ډير څه ېې له لاسه ورکړل دا دې ترشلو کالو واووخته چې امريکا په افغانستان کې دخپلو ګټو لپاره جګړه پېل کړيده هغه څه چې نړئ ته امريکا پرافغانستان ديرغل لپاره تبيليغول هغه يو ېې هم ثابت نه کړ، اوس خپله په امريکا کې تراتياسلنه شميرنه په دې نظر ده چې له افغانستانه دې امريکايي پوځونه را واستل شي نوردې امريکايي پوځونه په افغانستان کې دبې هدفه جګړې لپاره نه وژل کيږي خو دټرمپ او سي، آى آى کړنې دي چې افغانستان ېې د مذهبي جګړې په پوله ودراوه .
په افغانستان کې دامريکا او امريکا پلوه هېوادونو په همکاريواوفتواؤکمونستي او جهادي جګړه روانه وه د روسانو له وتلو وروسته په تنظيمي جګو بدله شوه او دامريکا په راتلو د طالبانو، القاعده او دښځو دحقوقو په نوم پېل شوې جګړه دادې په مذهبې جګړه واړويده چې دامريکايي پوځونو دتيښتې وروسته به لکه دروسيي ماينونو په افغانستان کې ترپنځوسو کالو پورې مذهبي جګړې روانې وي .
دکمونستانو لخوا دثور دکودتا په پېل کې چې جګړې پېل شوي لږ وخت وروسته خپله د ثور کودتاګرهم وسوزيدل اوس به دامريکا دجګړې په دوران کې دامريکايانو رابلونکي هم سوزي کله چې په يوه خاوره يا کوم هېواد اوربل شي بيا پکې دهغه هېواد ټوله شتمني سوزي او آن تردې پورې که جګړه ختمه هم شي په هغه خاوره د نقاق په اور کې دهغه هېواد وګړي سوزي.
امريکا تراوسه پورې افغان ولس په جګړه کې څه بې کوره اوڅه کورونه کنډواله کړل دا دې دامريکا او طالبانو ترمنځ دسولې په موافقه کې هم په هلمند کې جګړه روانه ده تردې دمخه دجګړې په اور کې هلمنديان سوزيدل او س دسولې دمذاکراتوپه تاو کې سوزي، مانا داچې امريکا په دښمني کې هم افغانان وژني او په دوستۍ کې هم چې جوت ثبوت ېې په هلمند کې روانه جګړه او تر٣٥٠٠٠پورې کورنۍ بې ځايه کيدل دي .
ټرمپ خپله دامريکايي ولس سره هم جفا وکړه په افغانستان کې ېې دطالبانو او القاعده له منځه وړلو لپاره له امريکايانو راېې واخستې بيا ېې خپله دامريکا د پاليسۍ او تاريخي رواياتو پښه واړوله هغه دحکومتي چارو چلوونکو يارانو ېې استعفاوې وکړې چې ټرمپ به پرې نازيده ماناداچې په افغانستان کې ېې هيڅ لاس ته راوړنه نه دلوده او نه ېې لري، له هغه څه وروسته شو کوم څه ېې چې امريکا يي ولس سره د خپلو رايو اخستلو (کمپاين) په وخت وعدې کړې وي يوه وعده ېې داوه چې امريکايي پوځونه به له افغانستان باسې او نوربه په افغانستان کې جګړه نه وي دا به نړيوال ومني چې دطالبانو سره ېې په سوله موافقه وکړه خو يواځې د امريکا يانو سره نوره په افغانستان کې ېې پېل کړې جګړه همغسې پېل ده په افغانستان کې له جګړې دوخته زيات په سوله کې اوربل دې تيرکال دژمې په راتلو هېواد وال په ګډو کړلو اړکيدل او اوس هم هملمندي بې ګناه او مظلوم ولس کډو کولو ته اړشو.
په قطرکې دطالبانو سره دامريکا يي مرکچيانو او طالب مشرانو ترمنځ دسولې موافقه په اصل کې سالمه او په افغانستان کې دجګړې دپاې ته رسيدا موافقه نه ده دا موافقه دافغان ولس پرخلاف يوبل سازش دې چې وروسته له دې به افغانان دسولې په خبرواو غونډو په دوام کې وژل کيږي له دې حالته به هم امريکا ګټه پورته کوي چې امريکايان دې په افغانستان کې سالم ژوند کوي په بارکونو کې دى په امن کې وي او په هلمند کې دې افغانان دجګړې په اورکې سوزي ، دطالبانو سره په موافقه کې خو امريکايي مرکچيانو منلې وه چې امريکايان به له افغانستانه ووځي او روانه جګړه به پاې ته رسيږي دادې ٩ مياشتې دهغه موافقې پوره کيږي خو بيا هم امريکا يان په افغانستان کې پاتې دي او هم جګړه دتيرپه څير روانه ده .
امريکا تراوسه پورې په افغانستان کې دطالبانو، القاعدې له منځه وړلو او دبشر دحقوقو پرځاي کولو په نوم جګړه کوله اوس ېې دادې د دشيعه ، سني، تاجک…… او پښتون په نوم تبليغات پېل کړيدي او مذهبې جګړې اورته دوام ورکوي، ديته څه اړتيا ده چې امريکايي رسنۍ دافغانستان دقومونودوګړو سلنې راسپړلو ته تبيلغ کوي وايي چې په افغانستان کې هزاره ترلس سلنې کم دي بايد په دولتي څوکيو کې ورته تر لس سلنې زساته ونډه ورکړل شي دا د افغانستان داساسي قانون کاردې که دامريکايي رسنيو او چارواکو.
اوس دېته اړتيا ده چې په افغانستان او په ځانګړي توګه په هلمند کې جګړې پاې ته ورسيږي چې ټکنۍ سوله ګړندۍ کړي که دامريکا دسازشونو دا حال وي نويواځي هلمنديان نه بلکې نوروسيمو اوولاياتو ته هم ورسيږي اونورهېوادوال به هم دهلمند د ورونو په څير دسولې او مذاکراتو په دواران کې دجګړو قربانيان وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*