د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
٥٣مه برخه
د تصوف بنسټ
د قرانکريم دعمران سورت په ١٩٠ ايت کې الله تعالى فرمايي : بې له شکه چې په پيدايښت داسمانونو او ځمکه کې او په توپير دورځې او شپې کې هرومرو دعقل خاوندانو ته (دالهى قدرت ) نښې نښانې موجودې دي هغه عاقلان چې الله دولاړى ، ناستې او ملاستې په حالت کې يادوي او په پيدايښت دځمکې او اسمانونو کې فکر کوي او وايي اى زمونږ پروردګار تا دا نظام باطل پيدا کړى نه دى تالره پاکى ده نو مونږ دعذاب داور دوزخ څخه وژغوره .
د تصوف ثبوت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ليدل شوى هغه مبارک به په ظاهر او باطن کې حقايق لټول ، صوفيه کرام دالله عبادت لپاره ګوښه والى غوره ګڼي بې ريا عبادت کوي دالله رسول او بندګانو سره ئې مينه ساتي حضور اکرم صلى الله عليه وسلم به هم هر کال په مياشت يوځل دحراء په غره کې په عبادت لګيا ؤ دنيکو اخلاقو ، غوره اعمالو او نيکو صفات خپل کړي چې دا خپله دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې دتصوف ثبوت دى ځکه ويلى شو چې دتصوف بنسټ خپله حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ايښى دى .
دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم وروسته چې دتصوف بنسټ ئې کېښود دابوبکر صديق رضى الله ئې تدريس پيل کړ چې بايزيد بسطامي ، امام جعفر صادق ، سلمان فارسي ، خواجه عبدالخالق تجدواني ، خواجه محمد بن محمد البخاري ، شاه نقشبندي او امام رباني مجدد الف شاني په ترتيب سره دا طريقه د ٢٦١ هـ پورې چې دصديقې طريقې په نوم ياديده بيا دبايزيد بسطامي په وخت کې ورسره طيفوريه کلمه هم يوځاى شوه دشاه نقشبندى په وخت کې نشبنديه طريقه هم مشهوره شوه چې اوس په تصوف کې د نقشبنديه طريقه هم خاص شهرت لري
دتصوف په طريقه کې صوفيه کرام غواړي دالله په ذکر او عبادت سره ځان الله ته نږدى کړى ددنيا خواهشات پريږدي دالله په مينه کې دومره ژور لاړ شي چې د ريښتنې ژوند اصلى زندګى په تصوف کې ګوري حضرت على (ک) په همدې غرض دتصوف ځانګړى مدرسه جوړه کړه چې صوفيه کرامو ته ئې دعلمي درس ترڅنګ د ذکر کولو طريقه هم ښووله ټولو صحابه کرامو به دزړه په مينه دالله ذکر کولو چې حسن بصرى حبيب عجمي ، شيخ جنيد بغدادي يو دبل پسې په ترتيب سره دتصوف دسپيڅلې طريقې پيروي کوله دتصوف د طريقى پيروي کوله دتصوف دطريقې مريدان له عربو علاوه په عجمو کې هم زيات شول

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*