که يو پښتون ووژنم د هغه مور ته ځواب نه شم ورکولاى

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دا خبره سرخاني خان الکوزي هغه مهال وکړه، چې نادر افشار له کندهاره پښتانه، د هغه جگړې ته داغستان ته وروستل او د هغو سره ده جگړه ونه کړه.
يوولسم:
که يو پښتون ووژنم د هغه مور ته ځواب نه شم ورکولاى؛ ځکه هغه مور ده؛ پښتونولۍ ته افغانيت وايي او هغه له انسانيت سره يوه بولي.
که چېرې اروپا او امريکا پښتانه د طالب پرنوم وژني؛ دا د پښتون لپاره غمجنه ده او دوى زمونږ پوروړي دي. له هغو سره هغه افغانان هم، چې ناټو او امريکا سره يې لاس يو کړى دى، برخه لري.
کله، چې ښاغلى اسحق عثمان کابل ته تللاى و، يو سپين ږيري کابلي ورته ويلي وه.
بپاى مردى بيگانه به بهشت رفتن
حقا که با عافيت دوزخ يکست
زمونږ سپين ږيري، چې کومه خبره کړې، دانه مني، چې افغانان دې پر پردۍ مېړانه جنت ته لاړ شي.
رښتياهم، چې د دوزخ له پايلې سره يې پايله يو ده.
اوس، چې هر بهرنى هېواد په افغانستان کې خپله ځانگړې اجنډا لري او د هغه لپاره يې مزدوران موندلي؛ دا به اوږده جگړه وي، چې ليا نور ې کړنې يې پر لارې دي او راځي به.
روسيه، چين، ايران، پاکستان، هند، امريکا او اروپا؛ ټول د پښتنو سره غليمان دي او پښتون دې رب العالمين له دې کړمن حال څخه ډاډمن حال ته ورسوي. آمين.
پښتانه که په روان تاوتريخوالي کې خپله تاريخي لار پرېږدي، ټول غليمان به پرې خوشحاله شي او پښتون به بيا بل وار قرباني ورکوي، څو خپل ملي ځانگړتوب وساتي.
د حيرانۍ خبره ده، چې د نړۍ دا دومره مصيبتونه يې ټول پريښي او د پښتنو سيمو ته راغلي او پر دې وياړي او وايي، چې خوست، پکتيا، کندهار، کونړونو، زابل، ارزگان، اونورستان کې مو دومره ځايي خلک، شکمن طالبان اودطالبانوپر نوم مو دومره دښمنان ووژل.
تاسې سره، خو ډېر طاقت دى؛ نو بيا ولې د ځايي پښتنو پر وژلو دومره خوشحالي کوئ؟
تاسې الوتکې لرئ او هغوى مو پر ډبرو ولي.
دلته د طاقت کومه مقايسه نشته؛ هماغه د معجزې خبره ده او هغه شوې، چې دروانو شپږو کلونو جگړه او ټينگار يې نوموو.
د گرشاسب پښتونولي د پرديو پر مټ جنت جوړونه زغملاى نه شي.
خوشحال خان وايي :
دولسم :
بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته
چې د غم له پوسته ووتم يک لخته
بيا هغه حسن وجمال، هغه ليده دي
که د بخت سترگې مې خوږ وي يو څو وخته
زمانې په هر بازار وگرځولم
خبردار يې کړم د هر بازار له رخته
د بهار په وخت يې نشوونما شي
په خزان، چې پاڼې پريوځي له درخته
د خوشحال خټک طالع تر و خرم ښې وي
چې بندي شو خاوند بيا وروسته تر تخته
دا دومره د وخت سره روانه وينا ده، چې که سړى دغه کلام ته ښه ځير شي؛ نو داسې ښـکاري، چې خوشحال بابابه دا شعر نن يا پرون ويلاى وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*