د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
٥٢مه برخه
د تصوف بنسټ
مورخينو ليکلي چې داسلام دسپيڅلي او مقدس دين دمخه په يونان کې تصوف موجود ؤ هغه څه چې د يوناني فلاسفه ؤ را پاتي دي دا راپه ګوته کوي چې په يونان کې هم تصوف موجود ؤ خو دتصوف نوم نه ؤ ورکړل شوى سقراط چې يوناني فيلسوف او په ٤٦٤ له ميلاده دمخه ئې ژوند درلود په يوناني فلسفه کې يې بدلونونه ر اوستل خپله فلسفه ئې په نوى مرحله کې پرانسته وروسته دسقراط شاګرد افلاطون دغى فلسفى ته سستمانيکه بڼه ورکړه او دده شاګرد دارسطو دلونتيا اخرى څوکې ته ورسوله سقراط په غير مستقيم ډول دتصوف موجوديت داسې کوي وايي په عقل کې چې کوم قوانين دي هغه د الهسيه قوانينو صورت دى ليکل شوى نه دى بلکې دانسان په زړه کې رسم شوى دى او څوک چې په زړه کې دليکلو شوو قوانينو احترام کوي هغه دعقل او الهي نظام احترام دى چې دلته سقراط دتصوف اصلي مقصد ښکار کړ
په تصوف کې دالهى قانون احترام دسالم عقل زيږنده ده چې ٤٦٩ له ميلاده دمخه په دې سقراط اعتراف کړى دى هغه مورخين چې تصوف ديوناني فلسفې پورې رسوي همدا دسقراط دنظر تائيد دى سقراط په بل ځاې کې وايي انسان تل دخير اراده لري او له شره ځان ساتي انسان خپل فضيلت په علم کې ګوري او ذلت په ناپوهۍ جهل کې بيا وايي دعدالت دين الهي دين دى او دومره يې دفساد مخالفت کړى څومره چې په تصوف کې شوى دى سقراط په يوناني فلسفه کې ثابته کړيده چې دنفس تزکيه دفساد نه په پرهيز کيداى شي خو په حقيقت ئې دنفس له فساده په مرګ سره خلاصيږي
مونږ دسقراط افکار هيڅ وخت نه تائيده وو خو هغه په خپل فکر سره دفساد مخالف ؤ چې په تصوف کې هم دفساد سره سخت مخالفت ښودل شوى دى دتصوف په اړه که هرڅو له ميلاده دمخه تاريخ ولرو خو مونږ ته تصوف داسلام په رڼا کې معتبر او بهتر دى چې په اسلام کې ښکاره او بشپړه توګه ئې ووايو دتصوف بنسټ خپله زمونږ داسلام ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ايښودى دى چې درسالت دماموريت څخه دمخه به ئې په تمامه مانا دخلقت او خالق په هکله ژور فکر کاوه

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*