ټکنۍ سوله او ګړندۍ جګړه

ليک س،سيرت

په افغانستان کې د جګړې دوام ترڅلويښتوکالونو واوښت دمخه هم چې روسان په افغانستان کې موجود وو دکمونسستي رژيم وروستي واکمن به د سولې غږ کاوه دهېواد خواخوږو سوله غوښتله خو  چا ورسره دسولې خبرو ته کښيناستل نه منل هغه څوک ېې ډير مخالف وو چې په  دجګړې په دوام کې ېې ځان ته قدرت لټاوه ويل به ېې چې يو کمونست هم په افغانستان کې موجود وي سوله به ونه کړو چې بالآخره دکمونستانو سره ګډوله حکومت او چورچپاول ته نورې نوې ليارې پرانستل شوې هغه څه وشول چې د کمونستانو او روسانو په موجوديت کې هم نه وو شوي.

اوس هم سوله ټکنۍ او جګړه دتېر په څېر ګړندۍ روانه ده ، سولې هڅې ډيرې سړې دي، دسولې په وړاندې داسې مخالفتونه رامنځ ته شوي چې دمخالفت سره هيڅ اړخ نه لګوي اويا په مخالفت کې نه شمير ل کيږي ځکه کله چې سوله کيږي دا ډول شرطونه دمخه نه منل کيږي دا کومو شرطونو چې د افغان حکومت، امريکا او طالبانو ترمنځ سوله ټکنۍ کړې داپه اصل کې دسولې مخالفت دى.

لس ورځې وړاندې اذربايجان او ارمنستان دنګوورنو قرباغ په لانجه بيا سره لاس اوګريوان شول تردرې سوو زيات کسان پکې ووژل شول خو دادې دسولې دپرمختګ او خبرو لپاره ېې لنډمهاله اوربند وشو دمخه پکې هيڅ شرط نه دې ايښودل شوي ځکه چې دواړه لوري نه غواړي جګړه دوامداره شي ، امريکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره تراوسه پورې جګړه کوله اوس ېې سوله ځنډولې، له بله پلوه طالبان هم دهغه پخواني دريځ څخه راکښته شوي خو لا په دې نه دي صلاح شوي چې څرنګه سوله وکړو د خپل تحريک په پاليسۍ او که دسولې په پاليسۍ ددې ترڅنګ نور هم داسې دريځونه او شرطونه شته چې سوله ېې ټکنۍ کړې او دجګړې دوام ته ېې زمينه برابره کړيده .

تراوسه پورې په قطر کې چې ديوې اوونۍ زياته موده وشوه دطالبانو دمذاکراتو پلاوو دتماس دډولو دمذاکراتو په طرزالعمل بحث نه دى کړي همدا ډول دافغان حکومت هم په روانه سوله اختلاف موجود دې اعتراض کوونکي وايي که دليږل شوي پلاوي په سيوري کې سوله رامنځ ته شي دا به په افغانستان کې روانه جګړه پاې ته ونه رسوي بلکې نوره به هم ګډوډيو ته زمينه بربره کړل شي.

د طالبانو ترمنځ هم هغه رنګه دريځ اوهڅې نه ليدل کيږي هغوې سره هم داسې برنامه او په راتلونکي کې په افغانستان کې دحکومتدارې تګلاره نشته چې امريکايي پلاوې پرې قانع او سولې ته د دواړو پلاو ترمنځ لار پرانستل شي .

امريکا اوس په دې لټه کې نه ده چې طالبان دې سوله وکړي امريکايي چارواکي وايي  مونږ او طالبانو سره موافقه کړې ده امريکايي پوځونه په افغانستان کې محفوظ دي که جګړه روانه ده افغان پوځ او ولسي وګړي وژل کيږي، افغان ولس خو امريکا باندې دمخه هم باور نه درلود چې  دافغانستان په پاک حريم ېې دروسانو په څېر تيرې کړې ؤ او اوس د جګړې دمکملې خاتمې پر  ځاې دطالبانو سره يواځې پرامريکا ېې پوځونه دګوزارنه کولو موافقه کړيده ماناداچې امريکايان به په افغانستان کې په امن او افغان ولس دې دتير په څير وژل کيږي هغه باور چې دمخه ولس  پر طالبانو لاره دافغان  چاواکو په تبليغاتو او روانو حالاتو له منځه يووړ چې ولې امريکايان تيري کوونکي دې خوندي او افغان ولس دې د ټکنۍ سولې په دوام په ګړندۍ جګړه کې وژل کيږي .

افغان ولس د داسې تلپاتې سولې په تمه دې چې دنورې نړۍ او ګاونډيانو سره ېې اقتصادي ،سوداګريزواو دسيمې هېوادونو سره دګډوهمکاريو لار پرانستل شي،امريکايي چارواکي وايي زمونږ او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه شوې اوس دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ په سوله خبرې روانې دي په دې غونډو کې داسې  بهرنيان نشته چې ددوې په خبرو کې دې کار ولري،  دا د افغان حکومت او طالبانو کار دې چې څه وخت خپل اختلافات له منځه وړي او جګړه پاى ته رسوي، افغان ولس هم په همدې انديښمن دى چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ سوله شوې او افغانانو سره تراوسه لا طالبانو سوله نه ده کړي دتير په څير په بريدونوکې وژل کيږي.

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*