ډاکټر نعیم: طالبان روانه جگړه پاى ته رسول غواړي

د طالبانو د قطر دفتر نوي ویاند ډاکټر نعیم  زياتوي چې طالبان  ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې پای ته ورسېږي.
نوموړى وايي  طالبان  له ځان سره د مذاکراتو لپاره اجنډا لري چې په هغه کې د راتلونکي نظام جوړښت هم شامل دی.
ډاکټر نعیم وایي چې د نظام پر جوړښت به بحثونه کوي او دوی په هېواد کې د یوه رښتیني اسلامي نظام د جوړولو غوښتونکي دي.
محمد نعیم همدا راز زیاته کړې چې پر اوربند هم بحثونو ته تیار دي خو تر هر څه وړاندې باید هغه خنډونه له منځه یوړل شي چې د اوربند د تامین او سولې د راتګ په لار کې یې خنډونه جوړ کړي
دي.
دده په خبره طالبانو په تاوتریخوالي کې پوره کموالی راوستی دی خو حکومت تهاجمي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*