پاکستان له افغانستان سره بله تجارتي لاره پرانسته

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم، چمن – سپين بولدک، انګوراډې او غلام خان لارو ترڅنګ په بلوچستان ايالت کې  له افغانستان سره  د بادينې لاره هم د تجارت لپاره پرانيستل شوه.

دا سوداګري  دا لار  بلوچستان اعلی وزيرجام کمال علياني او د بلوچستان د سرحدي ملېشو مشر جنرال فياض حسېن شاه په رسمي توګه پرانيسته . د پرانيستنې په مراسمو کې يو شمېر دولتي چارواکو، تجارانو او ځايي مشرانو ګډون کړی وو.  علياني غونډې ته په وينا کې وویل چې له يادې لارې سره به په سيمه کې تجارت نور هم پراختيا ومومي او دا د پرمختګ پر لور يو بل قدم دی.

د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا بلوچستان چېمبراف کامرس مرستيال مشر بدرالدين کاکړ، چې په غونډه کې یې ګډون کړی و، تر دې یوه ورځ مخکې په کوټه کې له افغان کونسل جنرال نثاراحمد احمدي سره په کتنه کې وویل، د دوی په غوښتنه او هڅو د بادينې تجارتي لاره پرانيستل شوې او بايد د دواړو هيوادونو ترمنځ نورې پولې هم پرانيستل شي څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت پراخ شي او د پولې شاوخوا خلکو ته يې ګټه ورسېږي. دا به د سيمې خلکو ته هم د کارکولو زمینه برابره کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*