مایک پمپیو: طالبانو له هوکړې وروسته پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړى

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي  د بین الافغاني خبرو په پیل سره یې د دافغانستان د  جګړې دروند بار له خپلو اوږو لرې کړی دی.
مایک پمپیو زياتوي  امريکا بریالۍ شوه  چې د بین الافغاني خبرو په پیل سره د افغان جګړې دروند مالي او ځاني بار له اوږو ټيټ کړي.
پمپیو وایي طالبانو د سولې  له هوکړې تر لاسلیک وروسته پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی چې تلفات صفر ته راښکته شوي دي او دغه راز د امریکا لپاره د افغان جګړې مالي لګښتونه هم د پام وړ کم شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او ددې سبب شي چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. پمپیو یو ځل بیا د ټولو سرتېرو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*