په هند کې پر کورونا د اخته وو شمير مخ پر ډيرېدو دى

په هند کې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه ورو- ورو پورته کېږي،  خو په دې هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر پنځو میلیونو اوښتی دی.

خو اوس  دا وېروس تر بل هر هېواد په هند کې په چټکۍ روان دی، چې هلته په یوه ورځ کې تر ۸۰۰۰۰ نوې پېښې ثبتېږي.

په هند کې، د کورونا وېروس چټکې څپې یوځل بیا د کوویډ-۱۹ ناروغانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې ‌ډ‌ېرې کړې دي.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه په ګرده نړۍ کې تر ۲۹ میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي او تر ۹۳۴۰۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*