په لغمان کې ټرافيکي پېښه رامنځته شوې

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ويلي دي د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د ګونه پال په  سيمه کې   کې نن سهار  ترافيکي پېښه شوې  چې له امله يې ۱ تن مړ شوی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دولت زی وايي، موټر په یاده سيمه کې له یوې لوړې سطحې  کندې ته لوېدلی دی.

د نوموړي په خبره ټپيان د مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او تر درمنلې لاندې دي او زیاتوي، چې د ټپيانو حالت ښه ښودل شوی دی.

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*