د اسیا پرمختیايي بانک:دافغانستان اقتصادي وده به را ټيټه شي

د اسیا پرمختیايي بانک د کلنۍ ارزونې تازه راپور کې ويلي دي په روان میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته را ټيټه شي. راپور وايي، د کوویډ نولس رنځ خپرېدل او روانې سیاسي او امنیتي ننګونې په تېرو نږدې دوو لسیزو کې په بې مخينې ډول د دغې ځوړتيا عمده لاملونه دي.

د اسیا پرمختیايي بانک پر خبره  د افغانستان لپاره په راتلونکي میلادي کال کې هم ۱.۵ سلنه وده اټکلوي خو هیله ښيي چې د سولې د روانو خبرو مثبته پایله د دغه هېواد اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

نړیوال بانک چې د روان ۲۰۲۰ کال په سر کې يې د افغانستان لپاره د درې سلنې وړاندوینه کړې وه، اوس وايي دا اقتصادي وده د کورونا د خپرېدو او د سیاسي او امنيتي ننګونو له امله په روان ميلادي کال کې منفي پنځه ته ښکته کېدی شي. دغه اداره وايي دا رنګ ځوړتیا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره بې مخينې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*