بين الافغاني مذاکراتي پلاوو دویمه عمومي غونډه کړې

په دوحه کې د افغانستان دولت  پلاوي  د طالبانو د مذاکراتي پلاوي سره دویمه عمومي غونډه کړې د افغان پلاوي غړی نادر نادري‌ وايي چې په غونډې کې د دواړو لوریو مشرانو خپلې خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د دواړو غاړو د تماس ډلو له لوري د «طرزالعمل او تقسیم اوقات» له نهايي کولو وروسته به د سولې د مذاکراتو د اجنډا په اړه غونډه وشي.

نادري په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « دغونډو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده. په ناسته کې د دواړو ټیمونو له‌خوا دوه – دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.»

نن مازیګر څلور نیمې بجې د افغانستان د سولې مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته تر سره شوه.د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه، چې هر کله د تماس ګروپونه دطرزالعمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهايي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې تر سره کېږي .

د یادونې ده چې د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده.په ناسته کې د دواړو ټیمونو له‌خوا دوه – دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.

طالبانو ته منسوب د ټولنیزو رسنیو څو حسابونو هم د نادري څرګندونو ته په ورته کلیماتو باندې دغه خبر خپور کړی دی. دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو استازي په دې کچه مخامخ د یو بل سره خبرې کوي او په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو په اړه بحثونه کوي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*