ايران د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ملاتړ وکړ

دايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ملاتړ کړې  او و يلي دي چې ايران به  د بین الافغاني خبرو د بریاليتوب په برخه کې خپله ټوله هڅه کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه کې په  هکله  لیکل شوي دي

“جواد ظریف د افغانانو خپلمنځي خبرو پر پیلېدو خوښي وښوده او دې بهیر کې د اسلامي ایران په هر ډول همکارۍ ټینګار وکړ.

له بله خوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت  خبر پاڼې ويلي دي ، د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست محمدحنیف اتمر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره  ټلیفوني خبرې وکړې.

دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته لیږلې ده، په کې ویلي شوې، په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو له طالبانو د بېړني اوربند غوښتنه وکړه او د تاوتریخوالي پر کمېدو یې ټنیګار وکړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*