اوس افغانستان او عراق په کورنيو ستونزو کې دي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

اوس افغانستان او عراق په کورنيو ستونزو کې دي، ډېر هېوادونه ورغلي او هر يو ځانته بېله د عمل اوپاليسۍ ډلې او بېله اجندا لري. پاکستان سره د افغانستان جنجالونه طبيعي نه دي.
صدام حسين پر ظلم او ناروا عراق ته امن او وحدت راوستاى و او عراق آبااد شواى و. اوس هم دا خبره کيږي، چې پر عراق له روان ماتم څخه د صدام حکومت ښه و.
دا ليا دومره خبره نه ده؛ خبره به هغه مهال پوره او غټه شي، چې د شيعه او سني تر منځ روان چاود پراخه کړاى شي ښه او غوره به دا وي، چې مخنيوى يې وشي او يا په هماغه ځاى کې پاتې شي.
افغانستان له ايران سره د اقتصادي، فرهنگي او مواصلاتي همکاريو تړونونه لاسليک کړل، چې د اندېښنې وړ ده.
ايران د پادشاه پر مهال هم د ډېرو مرستو خبرې کړې وې، خو عملي نه شوې او د ايران د پادشاه پښې هم له ايران څخه ووتې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*