پاکستان: افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې اسانتياوې رامنځته کوو

گلف نيوز د خبر له مخې  په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي دي چې  پاکستان به افغانانو په ځانگړي ډول .محصلينو(زده کړيالو) ، سوداگرو ،پانگه کوونکو او ناروغانو ته د ويزې شرايط اسانه کړي .

د نوموړي پر خبره ددې پاليسۍ موخه  داده  چې افغانانو ته  پاکستان ته په تگ کې اسانتياوې رامنځته شي

منصور احمد خان دا هم ويلي چې سوداگرو ته به لاډيرې اسانتياوې ورکړو

نوموړي زياته کړې چې د ويزې د مقرارتو د نوې  پاليسۍ د مسودې  په جوړولو کې  برخه لرلې دا نوى اسانتياوې په وړانديځي بڼه  نهايي او وروستي شوي دي  او ډير ژر به د پاکستان مرکزي ( فيډرالي) کابينې ته  د تصويب او منلو لپاره  وړاندې کړل شي

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون  په کابل کې د  پاکستان سفير منصور احمد خان له خولې ليکلي دي  چې سوداگرو ، محصلينو(زده کړيالو) ،او پانگوالو ته به پاکستان ته د څوځلې تگ راتگ( مولټي پل) ويزې ورکړل شي .

سوداگرو او محصلينو ته به د ويزې اوسنى سيستم پاى ته ورسوي ، له پاکستان څخه د وتلو وروسته يې ويزه تماميږي او بايد نوى ويزه واخلي  يا داوږد مهالې ويزې لپاره بايد  يو ځل  د هرې مياشتې په پاى کې له پاکستان څخه ووځي .

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*