نادري: نن عمومي بين الافغاني غونډه کيږي

نن سې شنبه په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ دوهمه عمومي غونډه  کيږي

د افغانستان دولت  د مذاکراتي ټېم ویاند نادر نادري  ویلي چې د یادو ټېمونو د «تماس ګروپرونو» پرون دوشنبه د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

نادري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نن سې شنبې په ورځ عمومي غونډې ته لازم چمتووالی نیول شوی دی.

د نادري ټويټ وايي نن د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل چمتو شول له مخې به  عمومي غونډه وشي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*