لوى اختر او د صدام قرباني !

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د ١٤٢٧ سپوږميز کال د لوى اختر لومړۍ ورځ داسې راغله، چې د عراق ولسمشر صدام حسين په کې له يو کلن ځنډ وروسته د محکمو پر حکم اعدام شواوصدام په کې ځان د عراق قرباني وباله.
د مسلمانانو له سږني اختر سره دغه قرباني هم راغله.
ډېر داسې ولسمشران ليدل شوي، چې د کودتا له لارې يې قدرت تر لاسه کړاى، خووژل شوي دي.
افغانستان کې سردار محمد داود او پاکستان کې جنرال ضياالحق پټ او ښکاره وژل شوي دي.
د صدام پر شخصيت قضاوت د عراق د خلکو کار دى، خو يوه خبره په کې تاريخ ته سپارل شوې، چې ملگرو ملتونو امريکا ته پر عراق د بريد جواز ورکړاى نه و. دا، چې بريد بې جوازه او غلط و؛ نو تربريد لاندې، چې هر څه تر سره کيږي اړينه ده، چې بې جوازه او غلط وي.
په عراق کې ملي يووالى گران شواى په تېره بيا د مذاهبو تر منځ، چې غوره يې شيعه او سني دي. دا شيعه او سني مذاهب ټوله اسلامي نړۍ کې شته، خو هيله داده، چې مخالفتونه په کې ونه خوځيږي او پر پخواني حال پاتې شي.
عراقيان دې هم دا يوه پېښه وگڼي؛ ځکه پاى ته رسونه ورته اړينه شوې ده.
پاکستان کې هم دا ستونزې کله نا کله را پورته شي، خو منطق دا وايي : کله، چې درېيم وي دوه دې يو شي.
امن او وحدت هر هېواد او هر کور کې اړين دى؛ څوک، چې دا کار کولاى شي هماغه سم دى.
افغانستان کې امن او وحدت و، خو د سردار محمد داود له کودتا سره ورته د پاى ټکى کېښودل شو. د طالبانو د حکومت سره امن او وحدت راغى، خو په فيشن کې بېرته لاړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*