مککینزي: د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسو ورکړې ثبوت نشته

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي ويلي دي ، داسې شواهد  ورسره نشته چې ثابته  کړي  چې روسیې په افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې وي.
نوموړي له ان، بي، سي نیوز سره مرکه کې زیاته کړې، تر اوسه پورې دوی ته افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه قانع کوونکي شواهد نه دي رسېدلي.
راپور کاږي، افغانستان کې د ټولو امریکایي نظامیانو د وژنې دوسیې څېړل شوې دي
خو تر اوسه طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه کوم څه نه دي ترلاسه شوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*