په قطرکې دسولې بين الافغاني غونډه اودافغان ولس هيلې

ليک : ډاکټراحسان
دافغانستان په اړه چې دتېرو څلورو کالو راهيسې چې په هرهېواد کې غونډې شوي افغان ولس ته ورته هيله څرګنده کړې، چې که الله ته منظوره وي په افغانستان کې د کمونستانولخوا  د پپل شويو جګړو په دوام دوينو بهيدنه پاې ته ورسيږي ، او افغان ولس يواځنۍ هېله ده چې  (سوله) رامنځ ته شي.

افغان ولس ترنورو غونډو چې په بيلابيلو هېوادونوکې شوي په قطرکې بين الافغاني غونډې ته ډير هيله من دې ځکه دا غونډه د ١٩١٥ع کال راهيسې  يواځنۍ غونډه ده چې افغان حکومت، افغان طالب مشران او په ټوله کې افغان ولس پرې خوښ اوهيله من دې چې نورپه افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځ ته شي .
په دې سوله چې که د افغان جګړه ځپلي ولس توبه نور خداې قبوله کړي ټول افغان ولس خوښ دې بېله هغه چا چې نه غواړي په افغانستان کې جګړه ودريږي، دافغانانو وينه تويول بندشي، په افغانستان کې ورور وژنه پاې ته ورسيږي داسې کړۍ هڅه کوي په يواوبل نوم دسولې مخالفت وکړي خو افغانان چې نور له جګړو بيزاره دي سوله ېې يواځنۍ ارزوته که الله ېې پوره کړي.
دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړې استازې زلمى خليلزاد دوحې ته رسيدلى دى او هم ډاکټر عبدالله عبدالله ، دنن پېليدونکي غونډې لپاره دوحې ته رسيدلې دى.

دې بين الافغاني غونډې ته افغان حکومت د معصوم ستانکزي په مشرۍ ١٩کسيز پلاوى ليږلى او په غونډه کې به دطالبانو د ٢١کسيز  پلاوي مشري  عبدالحکيم حقاني کوي  چې دکوربه هېواد قطر لوړپوړي چارواکي به هم پکې برخه واخلي،
په افغانستان کې دملګرو ملتونو استازولۍ يا يوناما په قطرکې دافغان دواړو خواو طالبانو او حکومت لخوا په بين الافغاني خبرو پېل کيدو ډيره خوښي څرګنده کړه او نه يواځې داچې هرکلې ېې کړى بلکې ملاتړيې څرګند کړي دى.
که څه هم په دې غونډه کې دامريکا لخوا دمخالفت څه نه دي په ډاګه شوي ځکه زلمي خليلزاد دې غونډې جوړيدو ته زياتې منډې ووهلي خوداچې دټرمپ په وينا دامريکا دبهرنيوچارو وزير پمپيو به هم په کې ګډون کوي که پمپيو دې بين الافغاني غونډه کې څه لغته ونه وهله اميده شته چې داغونډه په دافغانانو ترمنځ د ورور وژنې روانه جګړه پاى ته ورسوي او هم به ديرغلګرو ستنېدنې ته زمينه برابره کړل شي.
په دې ډول غونډو کې په يوځل ستونزې نه حل کيږي بلکې دستونزو حل ته په کې لارې موندل کيږي او بيا بل پړاو ته ستونزې پاتې کيږي چې کرار کرار سوله رامنځ ته کيږي دا امکان هم شته چې دافغان سولې مخالفين په کې يوڅه ستونزې پيدا کړي او هم په داخل د افغانستان کې ددې غونډې دجوړيدو مخالفتونه څرګند شي خودا بايد په ياد ولري چې نورپه افغانستان کې دجګړو ځاي سوله نيسي.
په افغانستان کې بېله ګلبدين حکمتيار څخه چې تراوسه ترې چا په افغانستان کې دحقيقي سولې غږ نه دې اوريدلې دسولې کوم نوم چې اخلي هغه هم دخپلو ګټو لپاره  دى  چې پوهه شي خپلې ګټۍ او اقتدار ېې په کې نشته بيا ېې مخالفت کوي،  خودې  په غونډه کې  د برخې نه اخيستو د حکمتيار مخالفت هيڅ نه شي کولاى،  حکمتيار ته خو خپل زور اوارزښت په تيرو ټاکنو کې څرګندشوې  خو  اوس دهغه مخالفت ګټه نه کوي   چې په افغانستان کې ېې د سولې لپاره کړى دى
الله دې وکړي چې نور په افغانستان کې جکړه پاى ته ورسيږي او د قطر بين الافغاني غونډې په برکت افغان ولس د تلپاتې سولې خاوند شي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*