د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٤٥مه برخه)
په تصوف کې دپير درجه ، دمريد اطاعت

دلته ددې ايت مبارک له تفسير نه دا بريښې چې پير او مريد دواړه دانبياء کرامو ، صوفيه کرامو او اولياء کرامو په څېر لومړى له الله نه په عاجزۍ سره دلارښوونې غوښتنه وکړى او تر ټولو مهم ټکى همدا دي چې دسالمې لارې دلارښوونې غوښتنه ده مفتى محمد شفيع ديوبندى ددې مبارک ايت دتفسير په اړه په خپل تفسير معارف القران کې ليکي : دالله تبارک تعالى لارښوونه دټولو مسلمانانو لپاره ده انبيا ګرام او اولياء کرام د نورو مسلمانانو لپاره دلارښوونې نمونه ياده کړل شوې ده .
کله چې پير او مريد دواړه په صراط المستقيم برابرشي مانا دا چې په لار کې دهيڅ ډول خنډ او خار سره مخ نشى دواړه په خپل مقصد کې کاميابيداشي پير په خپله تقوا سره مريد ته دباطني علم اثر ثابته ولى شي او مريد هم په خپل اطاعت سره راښودلې شي چې صراط المستقيم يانى دسالمې لارې دعايې له الله پاک نه کړى او په سالمه لار خپل مقصد دپير په پوره اطاعت سره رسيدلاى شي که څه هم ځنې وخت مريد ته په اطاعت کې ستونزى پيدا شي يا ئې داسلام او دتصوف دلارى دښمنان ذهن کې نورې بې لارې ور واچوي خو پير بايد دمريد د ټولو ستونزو په وړاندې چې ورسره مخ کيږي مبارزه وکړى په خپل ظاهري او باطني علم سره دمريد ذهن روښانه کړي دا مبارزه هغه وخت پير کولاى شي او د مريد ذهن روښانه ساتلاى شي چې پير دتل لپاره دالله ذکر وکړى دالله تعالى د ذکر په اړه حديث مبارک ترمذي رانقل کړى وايي دعبدالله بن بشر څخه روايت دى چې يو اعرابي بانډه چې درسول صلى الله عليه وسلم حضور ته راغى ورته ئې وويل په انسانانو کې بهتر څوک دى ؟ حضور اکرم صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل داوږد عمر نيک عمله انسان ، اعرابي بيا ورته وويل افضل او بهتر علم کوم دى ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل کله چې د دنيا نه څخه يانې دمرګ تر ورځې پورې ستا ژبه په ذکر وي ددې حديث مبآرک نه هم دا ثابته شوه چې دالله په عباداتو کې بهتر عمل ذکر دى او په ذکر سره پير دمريد په زړه کې د اطاعت نرمي پيدا کولاى شي همدارنګه د مريد لخوا هم د ذکر دوام دى چې دپير زړه دومره نرم کړى چې مريد ته دهغه دبهتر عمل (ذکر) په اساس دکامياب مريد په نظر وګوري .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*