ولولې دومره وې

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

ولولې دومره وې، چې ويل به يې ته زمونږ پلار يې. پاکستان هغه مهال نه و. خبره د هند د مسلمانانو وه، چې خلک د ده د ليدو لپاره راغلل او ډېرپه تر پښو لاندې شول او پر شهادت ورسيدل.
کله، چې له افغانستان څخه ووتو، امان الله خان په هندوستان کې داسې وويل: زه يک (يو) مساپر سړى يم، چې يوازې د هند له خاورې تېريږ م.
د بمبيي پارسيانو (زردښتيانو) او قزلباشانو هغه مهال وليکل:
غازي پادشاه، مونږ پارسيان او ايرانيان مقيم بمبيي که علاقمندى به شخص شخيص پادشاه غازى و ارتباط ديرينۀ تاريخى با مملکت افغانستان داريم بعرض عبوديت مبادرت و تبريک ورود مسعود به اولين پادشاه مستقل ايکه داريم از طرف سلاطين و روساى جمهور به اروپا دعوت شده اند، عرض مى داريم.
امان الله خان په ١٣٠٦ لمريزکال کې د بمبايي په جومات کې، چې ده پخپله امامت وکړ له لمانځه وروسته وويل:
د خالق دربار کې شکر کوم، چې مونږ يې مسلمان پيدا کړو او حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم غوندې رسول يې مونږ ته راولېږه. خپل خداى په وحدانيت وپېژنئ او شرک مه راوړئ؛ ځکه، چې خداى لوى دى زمونږ اطاعت ته هيڅ اړتيا نه لري. هر څه، چې کوو خپل دنيوي او ديني هوسايۍ لپاره يې کوو. لمونځ فرض دى وروسته له نورو مسلمانانو سره مرسته ده، چې هغه زکات دى، په خپلو کې اتفاق دى او نورو مذاهبو سره ښه معامله په کار ده که دا تورپوستى، هندو، ارمنى اوکه هر څوک وي. د هېندارې صفايي له گبر او مسلمان سره يو شان ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*