د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٤٤مه برخه)
په تصوف کې دپير درجه ، دمريد اطاعت

ځکه خو صوفي شاعر عبدالرحمن بابا وايي :
چې دنيا يې کړه دخداى لپاره ترکه
صد رحمت شه په روزګار ددرويشانو
دپير لپاره په کار ده چې تصوف په ټولو احکامو ئې دعمل برى موندلاى وي بيا دمريد اطاعت شوني دى ددې لپاره چې مريد او پير خپل خپل مقامونه وپيژني دپير وروسته دمريد دنفس تزکيې ته ضرورت دى چې په لومړي سر کې مو دنفس په تزکيه رڼا اچولې وه خو دا چې مريد يې په کامله توګه دنفس تزکيه ولري يادونه يې ضروري ده دتزکيې اصلي مانا دنفس پاکوالى دى له ټولو ګناهونو ، حرامو او ان په ځينو وختونو کې دنفس تزکيه باندې دومره ټينګار شوى لکه په بدن چې خيرې پروت وي دارنګه دنفس دخيري پاکوالي ته تزکيه ويل کيږي کله چې نفس دګناهونو او بد اعمالو له نجاسته پاک شي بيا ويلا شو چې دنفس تزکيه وشوه .
له ګناهونو او ناپاکيو څخه دپاکوالي په اړه الله تعالى فرمايي ((قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاها «9» وَ قَدْ خابَ مَنْ دَسَّاها))
په ريښتيا برى ومونده هغه چا چې هغه دنفس تزکيه وکړه او ناکام شو هغه څوک هغه ، هغه لاندې کړ .
دنفس تزکيه دپير او مريد لپاره پدې شرط ګرځول شويده چې کله يوه هېنداره له ټولو ناپاکيو پاکه وي هرڅه په کې ليدل کيږي او که پر هېنداره خاورې ، ګردونه او زنګونه پراته وي بيا په دې هېنداره کې هيڅ نه ښکاري همدا هېنداره که خپله توره وي نفس هم چې له ټولو ګناهونو حرامو او ناپاکيو پاک يا په تزکيه سره ورته هېنداره ويل کيږي او کله چې مريد خپل نفس په تزکيه پاک کړي بيا دپير اطاعت کولاى شي تر ټولو لومړى دپير سوچه والى او پاکوالى دى چې دمريد اطاعت ته لاره برابروي پير چې په حقيقي توګه په ((صراط الذين انعمت عليهم )) ورته لارښوونه شوي وي.
مريد او د ټولنې نورو وګړو ته هم لارښوونه کولاى شي امام نصر بن محمد بن احمد السمر قندي چې دامام الهدى لقب هم ورکړل شوى په خپلو مشهور تفسير بحر العلوم کې فرمايي چې ((دصراط الذين انعمت عليهم ) تفسير نه مراد هغه لار چې دمخه مو انعام کړى احسان مو کړى ؤ دهغوى زړونه په اسلام ډاډمن شوى وو څو په اسلام کې وفات شي هغه انبيا کرام ، صوفيه کرام او اولياء کرام وو مونږ ته لارښوونه وکړئ لکه څرنګه مو چې دمخه هغوى ته کړې وه

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*