د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٤٣مه برخه)
په تصوف کې دپير درجه ، دمريد اطاعت
پير بايد دومره د زړه له اخلاصه دالله ذکر وکړي چې مريد ذهن روښانه کړي ظاهري او باطني دواړه علمونه يې دتصوف لارى ته ورکش کړي دبشري ناپوهۍ ، بې خبرۍ ، غفلت او ذهني تيارو څخه ئې دنورانيت په لورى روان کړي چې ظاهرى علم ئې دباطني علم حقيقى درجې ته ورسيږي او کله چې دپير باطني علم په مريد اثر وکړي دهغه لپاره دتصوف طريقه غوره وګرځوي ورځ په ورځ په ذهن کې نورانيت زياتيږي .
دويم دپير زهد او تقوا بايد دومره درجې ته رسيدلې وي چې دخرق دنسبت اړيکې يې تاز وي دپير حال دومره په لوړه درجه کې وي چې دمريد دبصيرت حال څرګندولى شي او دا ورته څرګنده وي چې دمريد استعداد څومره او څه ته محتاجه دى دهغه په ذهني حالاتو خبردار اوسي بيا دمريد سره دخپل استعداد او پوهې په اساس معامله بايد وکړي .
کله چې يو مريد په خپلو ګناهونو پېښماني کوي په مصيبتونو صبر کوي په قضا رضا ساتي ، په نعمتونو شکر باسي دپرهيزګارى لار ئې نيولې وي په عملونو کې يې پوره اخلاص وي په ټولنه کې دالله دبندګانو سره دخلوص لاره نيسي دخلکو سره دالله رضا لپاره مينه محبت کوي او دتل لپاره يې دعاجزۍ لار نيولې وي دا ډول صفات دمريد لپاره غوره دي چې دخپل پير اطاعت پرې په بشپړه توګه کولاى شي دشريعت په لار دپير لپاره همدومره چلند پکار دى چې لومړى خپل مريد يا مريدان بيا دټولنې نور وګړي په نيکو اخلاصو او نيکو صفاتو قانع کړي ددې لپاره چې پير دتقوا لاره غوره کړي او اکثر وختونه ونه توانيږي په مياشت کې لس ورځې بايد روژه ونيسي که دلسو ورځو توانايي نه لري نو بايد څلور ورځې په مياشت کې روژه ونيسي اکثر وخت دالله په عبادت الله ته ولاړ وي که زيات توان ونه لري دفرض پنځه وخته لمونځونو دوه برابره وخت نفلونو او تهجدو ته ورکړي په ټولنه کې دنورو وګړو سره وخته په عبس خبرو تير نه کړي ددنيا وي ژوند خبرى رالنډي او نور وخت دالله عبادت وکړي په خوراک کې کمې راولي دومره خوراک ونه کړي چې نفسي خواهشات پرى غالبه او دحقيقت لورى ئې بدل کړي دحرامو او حرمت ته له نږديوالې په بشپړه توه ځان وساتي دتل لپاره بايد په تلاوت خپلى سترګې خوږې کړي پدې صفاتو سره پير دمريد او مريد دپير په زړه کې لار کولاى شي او کله چې په حقيقت سره دتصوف لار په شرعي اصولو برابر ونيول شي بيا دالله او دالله دبندګانو په منځ کې دتصوف دطريقې په نوم سره ياديداى شي کله چې پير يا شيخ دمشاهدې مقام ته ورسيږي دمراقبې له ليارى دمعرفت موندلې مقام ور په برخه شي بيا يې نورې لارې هم ډيرې په اسانۍ سره موندل کيږي

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*