د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٤٢مه برخه)
په تصوف کې دپير درجه ، دمريد اطاعت

ليک س، سيرت
کله چې پيري خپل اصلي مقام ته ورسيږي بيا دتصوف دطريقې دپرمختګ او پراختيا لپاره مريدانو ته ضرورت وموندل شي هغه لار غوره کړل شي کومه چې په ريښتنې توګه دپير لپاره مناسب او غوره وي پير بايد د پيرۍ ټول مراحل پوره کړي وي د مريدۍ پر مهال ئې هغه ټول صفتونه خپل کړي وي چې مريد پرې د اطاعت مرحلې ته رسيدلاى شي .
دمريدۍ مرحله تر ټولو لومړۍ داده چې مريد بايد تل دخپل پير دخدمت لپاره حاضر وي دومره اطاعت يې وکړي چې الله او دالله رسول ترې رضا شي، دومره اطاعت يې وکړي چې پير پرى دمريدۍ نظر وکړي دومره اطاعت يې وکړي چې په مريدۍ کې ورته هدف د رسيدو زيرى ورکړل شي، دومر اطاعت يې وکړي چې دپير په خوښۍ دهغه دا او هغه دنيا روښانه شي بيا نو مريد ريښتنې مريد شي بيا نو مريد ته دپير دخدمت او اطاعت ټولې لارې داسلامي شرعيت په رڼا کې خلاصي وي .
دتصوف په طريقه کې چې تر ټولو طريقو غوره ، پاکه ، اسانه او ريښتنې طريقه دالله او دالله درسول رضا په کې په ذکر ، عبادت ، تقوا ، پرهيزګارۍ ، اخلاص او عاجزۍ موندل کيږي پير او مريد دواړه بايد زړه په صداقت يو دبل سره نسبت ولري پير بايد خپل باطني علم او تقوا دومره حد ته ورسوي چې دمريد په ژوند کې دشريعت مطابق اساسي بدلون راول دپير باطني علم بايد دمريد پر باطني علم اثر وکړي ؟ دومره ئې تر اغيز لاندې راولي چې دمريدۍ اصلي حقيقتونه وپيژني او دپير دنورانيت نه ګټه پورته کړي .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*